Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسي

په ایران کې د افغان مهاجرینو په اړه د متقی او قمی مشوره

دید خبری اژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی او په کابل کښې د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمی قمی په ایران کښې د افغان مهاجرینو او له دغه هیواد څخه د بریښنا د وارداتو په هکله خبرې اترې وکړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن چهارشنبه (۲۳ حوت) په یوه پیغام کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د متقي د کتنې خبر ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، دواړو لورو د چابهار بندر د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.

له بلې خوا ټکل لیکلي چې قمي په دې کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته په دوحه کې د وروستۍ غونډې جزئیات وړاندې کړل.

د يادونې ده، چې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته زرګونه پخواني پوځيان، خبريالان، مدني فعالان، سياستوال او نور هېوادوال ايران ته کډوال شوي دي.

Back to top button