اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

په ایران کې افغان نجونو ته د نرسنګ زده کړې ورکول کیږي

دید خبري آژانس: په پام کې ده چې د ایران د حکومت او د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق په همکارۍ په ایران کې افغان میرمنو او نجونو ته د قابله ګۍ او نرسنګ روزنه ورکړي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک کړې ده.

تر دې مخکې په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د یو شمېر افغان قابلې او نرسانو د روزنې او د مهارتونو د کچې د لوړولو په موخه د ایران د روغتیا او طبي زده کړو وزارت او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ترمنځ د تفاهم یادښت لاسلیک کړی و.

پرون (سه شنبه، ۷ سنبله) په یوه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وویل چې دا د هغو کسانو د شاملولو او ځواکمنولو لپاره یو مهم ګام دی چې له افغانستانه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دوجاريك زياته كړه، چې دغه نوښت د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق په مشرۍ د روغتيا د نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د كډوالو له ادارې او د مهاجرت له نړيوال سازمان سره په همغږۍ په ايران كې د افغان كډوالو د اړتياوو د پوره كولو په موخه په لاره اچول شوى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا