په امریکا کې یو افغان نیول شوی دی
دید خبرې آژانس: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې یو افغان د امریکا په اوکلاهاما ایالت کې د ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی دی.
د رویټرز په وینا د امریکا عدلیې وزارت ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي تورن کړی او ویلي یې دي، چې دغه افغان د (دا/عش) په نوم د یوه برید پلان لاره.
نصیر احمد توحیدي په ۲۰۲۱ کال کې د کډوالۍ په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی و او د اوکلاهاما په ښار کې اوسېده.
دغه افغان په واشنګټن ډي سي کې امنیتي کمرو ته د لاسرسي لپاره د انلاین معلوماتو په لټه کې تورن دی.
په داسې حال کې چې اړوند کس د سپینې ماڼۍ او واشنګټن مونومینټ کمرې هم په انلاین بڼه څارلې وې.
په دې قضیه کې د نصیر توحیدي ترڅنګ د هغه کشر اوښی هم شامل دی، چې د دوشنبې په ورځ د اېف بي ای لهخوا ونیول شو.
نصیر توحیدي له نیول کېدو وروسته چارواکو ته وویل، چې هغه د خلکو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د برید پلان جوړ کړی و.
د امریکا لوی څارنوال میرک ګارلنډ په یوه بیان کې ویلي:« موږ به د دا/عش او د هغې د ملاتړو لهخوا د امریکا ملي امنیت ته د ورپېښ ګواښ سره مبارزې ته دوام ورکړو او موږ به هغه کسان وپېژنو او محاکمه به یې کړو، چې د امریکا د خلکو د وژنې هڅه کوي.»