په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو غونډه/ پولیس یو کس په ډزو وواژه
دید خبرې آژانس: د متحده ایالاتو رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو د جمهوري غوښتونکو د ملي غونډې کوربه ښار میلواکي کې یو سړی په ډزو وواژه.
د راپورونو له مخې دغه سړي پر دریو پولیسو د چاقو برید وکړ او پوليسو پر هغه ډزې وکړې.
د اسوشیېټډ پرېس په وینا، د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، ډزې د جمهوري غوښتونکو له ملي کنوانسیون څخه دوه کیلومتره لرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې جمهوري غوښتونکو د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول ډونلډ ټرمپ د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د خپل نوماند په توګه وټاکه.
ښاغلي ټرمپ له ناستې دوه ورځې وړاندې، په یوه کمپاين غونډې کې وویشتل شو او په ښي غوږ کې ټپي شو.
خو برید کوونکی سمدستي د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شو.
د يادولو وړ ده، چې امنیتي مامورين د میلواکي ډیری بېلابېلو برخو ته تللي؛ ترڅو د غونډو امنیت ټينګ کړي.
تراوسه د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي او نه هم د ډزو او د جمهوري غوښتونکو د غونډې تر منځ د احتمالي اړیکو په اړه نور معلومات نه دي راپور شوي.