اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

په البانیا کې د افغان مېرمنو ناسته/ ۱۳۰ مېرمنو ګډون کړی وه

دید خبرې آژانس: دغه درې ورځنۍ ناسته چې د افغان مېرمنو تر ټولو لویه ناسته ګڼل کېږي، تېره ورځ د البانیا په پلازمینې تېرانا ښار کې پیل شوه.

د دغې ناستې لپاره له ۱۳۰ زیاتې مېرمنې راټولې شوې دي، چې په کې تر ۱۲۰ ډېرې یې افغان مېرمنې دي.

په دغې ناسته کې ځینو بهرنیو چارواکو هم ګډون کړی، چې له ډلې یې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د البانیا د بهرنیو چارو وزیرې اېګلي حسني او ځینو نورو اروپايي ډیپلوماټانو هم ګډون کړی دی.

دغه غونډه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو فرمانونو د غندنې او لغوه کېدو په اړه جوړه شوې ده.

د دغې غونډې جوړوونکي هیله‌من دي، چې پر طالبانو د فشارونو په راوستو به دغه ډله په عامه ځایونو کې د ښځو په غږ د بندیز په ګډون ځیني نور فرمانانه هم لغوه کړي.

د پخوانۍ ولسي جرګې استازې فوزیه کوفي په دغې ناسته کې ویلي:« په دغو درېیو ورځو کې د بېلابېلو برخو افغان مېرمنې راټولې شوې؛ چې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره خپلې هڅې سره ګړندۍ کړي.»

هغه وایي:« زموږ موخه دا ده، چې په دې اړه یوې هوکړې ته ورسېږو او داسې تګلاره جوړه کړو، چې څنګه طا-لبان د بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې حساب ورکوونې ته چمتو کړو او د افغانستان دننه د ښځو اقتصادي وضعیت څنګه ښه کړو.»

دغه ناسته وروسته له هغې جوړېږي، چې د طالبانو د امربالمعروف له‌خوا یو نوی ځپونکی قانون توشیح شو، چې له مخې یې ان د ښځو غږ «عورت» ګڼل شوی دی.

د دغې درې ورځنۍ ناستې په پای کې به د ناستې جوړوونکي نړۍوالې ټولنې ته خپلې یو لړ غوښتنې هم وړاندې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا