په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک له اوبو بې برخې دي
ډید خبري اژانس: د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د اقلیم د بدلون او د کورنیو جګړو د دوام له امله په افغانستان کې څه باندې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
دا خبره د چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال عبدالسلام حقاني نن دوشنبه (د دلو ۱۶مه) په یوه خبري غونډه کې وکړه.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د اقلیم بدلون په ټول افغانستان کې اوبو ته د خلکو لاس رسی کم کړی دی.
دغه سازمان د روان کال د میزان په میاشت کې په هرات ښار کې یوه غونډه جوړه کړه چې په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو په اړه بحث وشو.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون شاکونو په وړاندې تر ټولو لږ چمتو دی.
د وروستیو سروې ګانو له مخې افغانستان د اقلیم د پایلو په وړاندې په نړۍ کې شپږم ډیر اغیزمن شوی هیواد دی.
د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې په افغانستان کې کلیوالي ټولنې په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، سېلابونو او د ځمکې ښویېدو له امله له ګڼو چاپېریالي ننګونو سره مخ دي.
په کرنه باندې د افغانانو د ژوند انحصار او له بلې خوا د څلور لسیزو بې ثباتۍ په ترڅ کې د چاپېریال پراخې ویجاړتیا او د ټولنیزو-اقتصادي زیربناوو ویجاړېدل افغانان د اقلیم د بدلون په وړاندې خورا زیانمن کړي دي.