اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په افغانستان کې څه باندې ۱۳ زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي

دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د روان زېږیز کال په مې میاشت کې په افغانستان کې څه باندې ۱۳ زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

د افغانستان نوم د کولرا د ډېرو ناروغانو د لرلو له امله د دغه سازمان د نوملړ په سر کې راغلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د خپل نوی رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د روان زیږدیز کال د جنوري له ومړۍ د مې تر ۲۶ نېټې پورې د نړۍ په ۲۴ هېوادونو کې د کولرا ناروغۍ ۱۹۴ زره او ۸۹۰ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه رپوټ له مخې افغانستان د ختیځ مدیترانې سېمه کې د لوړو شمېرو په لرلو سره په لومړي ځای کې دی چې په مې میاشت کې پر دغې ناروغۍ د ۱۳ زره او ۴۵۰ تنو له ډلې ۹ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان، وايي: (په مې میاشت کې په ختیځ مدیترانې سېمه کې په شپږو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ ۳۳ زره او ۷۷۹ پیښې ثبت شوي چې تېرې میاشتې ته په پرتله ۱۱۰ سلنه ښيي.

په دې موده کې په افغانستان کې ۱۳ زره او ۴۵۱ تنه، پاکستان کې ۱۳ زره او ۷۵ تنه، یمن کې ۳۸۵۱ تنه، سومالیا کې ۳۰۶۲ تنه او سوریه کې ۳۰۷ تنه پر کولرا ناروغۍ اخته شوي او پر دې سربیره ۵۴ تنه مړه شوي چې تیرې میاشتې ته په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.)

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور لمخې د کولرا ناروغۍ ډیرې پېښې په افغانستان، پاکستان، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن کې ثبت شوي او د روان زیږدیز کال له پیله د مې تر ۲۶ نېټې پورې  ۴۶ زره او ۷۵۸ تنه اخته شوي دي چې له ډلې یې یو شمېر مړه شوي هم دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا