اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په افغانستان کې نن د ملی بیرغ ورځ ده

دید خبرې آژانس: ځینو جلا وطنه افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او وطنپالو ځوانانو په خواله رسنیو کې د ملي بیرغ عکسونه لګولي او دا یې د افغانستان ملي نښان او هویت یاد کړی.

پر افغانستان د طا-لبانو له بیا واکمنېدو سره له ټولو ادارو او لوړو څوکو ملي بیرغ راښکته او پر ځای یې طا-لبانو خپل سپین بیرغ لګولی.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د طا-لبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي بیرغ په توګه ومني.

د پکتیا ولایتي شورا پخواني مشر ښایسته جان احدي یوی رسنی ته ویلی چې درې رنګه ملي بیرغ د افغانانو ملي هويت دی او له دې کله هم انکار نه شي کېدای: «دغه بيرغ د اسلامي او ملي ارزښتونو نمونه ده چې په ليدو يې هر افغان د خوشحالۍ احساس کوي او د ملي بیرغ مينه زموږ په وينه کې ګډه شوې نو ځکه يې رېښى تر زړونو غځيدلې او نه شليدونکې دي.»

د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ (تور، سور او زرغون) په ۱۳۰۷ کال کې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري تصویب شو، خو تر هغه وروسته د بېلابېلو واکمنیو پر مهال لرې او بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري بېرته همدا بیرغ د هېواد د ملي بیرغ په توګه ومنل شو.

سیاسي او ټولنیز فعال نجیب ننګیال هم ویلی چې د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ ده او هیله یې وکړه چې دغه ورځ دې په ټولو ملي احساساتو ونماځل شي: «خپلو ماشومانو ته مو ور زده کړئ چې ملي بېرغ کوم دی او د ملي هویت په ارزښت یې پوه کړئ. چې دغه ورځ ولې نمانځل کیږي؟ ارزښت یې په څه کې دی؟ او زموږ ملي ارزښتونه کوم دي؟.»

که څه هم د طا-لبانو حکومت د دغه بیرغ کلک مخالفت کوي، خو ډېری وخت یې ټینګار کړی، چې دغه مسله د حل وړ ده. خو د تېرو درېیو کلونو په تېرېدو لا ورته حل نه دی موندل شوی.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال به د زمري میاشتې هره اوومه ورځ په کابل او نورو ښارونو کې درې رنګه بیرغ د ملي سمبول په توګه نندارې ته وړاندې کېدو او دغه ورځ به په شاندارو مراسمو نماځل کېده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا