اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

په افغانستان کې له زده کړو محرومې نجونې؛ له ۳ کلونو راهیسې مو ژوند بې برخلیکه دی

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې يو شمېر ښځينه زده کوونکي د سرپرست حکومت څخه د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو غوښتونکي دي.

دوی وايي چې له تېرو درېیو کلونو څځه راهیسې په بې سرنوشتۍ کې ژوند کوي.

عایشه چې د ژورنالېزم د څلورم کال محصله وه، د کتاب د پاڼو په اړولو سره د خپلو نامرادو هیلو خبره کوي.

 هغه په ټولنه کې د برابرۍ غوښتنه کوي او وایي، ټولګيوال یې چې هلکان وو، د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ پر لسمه فارغ شول، خو دا له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده.

محصله، عایشه وايي: «و مې نشو کړای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او دې ته مې پام شو چې ورو ورو مې هیلې پناه کیږي.»

زده کوونکې، زیبا هم ویلي: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي او له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځيو دروازې پرانیزي.»

په دې لړ کې په  ملګرو ملتونو کې د فغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د نېلسن منډېلا د نړۍوالې ورځې په مناسبت د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د ښوونې او روزنې ودې ته ژمنتیا ټينګار کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق  ویلي و: «منډېلا یو ځل ویلي وو چې زده کړه د نړۍ د بدلولو تر ټولو پیاوړې وسله ده. نو، د هغه میراث پر بنسټ چې هغه موږ ته پرېښود، موږ باید له ځان سره ژمنه وکړو چې زده کړو ته وده ورکړو، له بې عدالتۍ سره مبارزه وکړو او په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو ساتنه وکړو.»

د ښځو د حقونو فعاله، لمیا شیرزۍ و ویل: «باید ښځې او سړي د زده کړو په پرمختګ کې ګډ کار وکړي، طالبان باید د نورو اسلامي هېوادونو په څېر چې د قران له دې کلمې چې اقرا دی، الهام واخلي او زده کړو ته اجازه ورکړي.»

اسلامي امارت په دې تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د ښځو ټول حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي شوي او دا یوه کورنۍ مسأله ده او نور هېوادونه باید پکې لاسوهنه ونه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا