اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

په افغانستان کې ستراتیژیک ناکامي؛ د امریکا کانګرس بیا غونډه کوي

دید خبري آژانس: د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټه به د ۲ متقاعدو جنرالانو په حضور کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د طا-لبانو د تسلط په اړه غونډه وکړي.

د اورېدنې دغه غونډه به د مارچ په ۱۹مه د «ستراتیژیکې ناکامۍ: د بایډن شاتګ، امریکايي جنرالان او د طا-لبانو واکمني» تر سرلیک لاندې جوړه شي.

د دې راپور پر بنسټ، د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال مارک میلي او د CENTCOM پخوانی قوماندان کینیت فرانک مکینزي به په دې غونډه کې شاهدي ورکړي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په حضور کې د دوحې د تړون په اړه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د کابل پر هوايي ډګر د ځانمرګي برید ژوندي پاتې شوي کسان هم بلل شوي دي.

مایکل مک کال، چې د دې تحقیقاتو مشري کوي، وویل چې د بایډن د ادارې د ویجاړونکي وتلو په اړه تحقیقات کوي.

د يادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له ګډوډيو وتلو دوه کاله تېرېږي، خو حکومت تر اوسه د دې پروسې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا