د ایران ولسمشر حسن روحاني په افغانستان کې د ډېرو بندونو له جوړولو سره مخالفت څرګند کړی دی.
نوموړي له دوړو او توپانونو سره د مبارزې تر عنوان لاندې کنفرانس کې، چې د ۳۴ هېوادونو په ګډون په ایران کې جوړ شوی، ویلي؛ په ایران او عراق کې د ډېرو بندونو د جوړېدو په اړه پټه خوله نه شو پاتې کېدلای. د روحاني په خبره په افغانستان کې د بندونو جوړېدل ددې سبب کېږي چې په ایران او سیمه کې اوبه کمې شي، بیابانونه ډېر شي او ددوړو او توپانونو سبب شي. نوموړي همدا راز ویلي، چې د چاپېریال ساتنې لپاره د سیمې د هېوادونو مرسته او همکاري اړینه ده او په دې برخه کې یې د ګاونډیو پر مرسته ټینګار کړی دی. په دې کنفرانس کې د افغانستان استازیتوب د چاپېریال ساتنې وزیر مصطفی ظاهر کوي. دغه کنفرانس نن پیل شوی دی او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د حللارو د پيدا کولو لپاره به ۳۴ هېوادونه خپل نظریات وړاندې کوي. هېره دې نه وي چې ایران په دې وروستیو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی له همدې امله هڅه کوي د ورته کنفرانسونو له لارې خپلې دغې ستونزې ته چې ورځ تر بلې سترېږي حللاره پیدا کړي.