په افغانستان کې د چین د سفیر ماموریت پای ته ورسېد
ډيډ خبري اژانس: په افغانستان کې د چین سفیر په کابل کې د خپل ماموریت له پای ته رسېدو سره سم د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی او له هېواده یې وتلی دی.
وانګ يو په X چينل (پخواني ټويټر) کې ليکلي چې د خپل ماموريت په ترڅ کې يې د افغانستان له خلکو سره ژوره اړيکه ټينګه کړې او د افغانستان د سولې، ثبات او سوکالۍ هيله يې کړې او هيله لري چې د دواړو هېوادونو دوستي د تل لپاره دوام وکړي.
د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او الوداع یې وکړه.
په دې کتنه کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر د چین له سفیر څخه مننه وکړه چې د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال یې د دغه هېواد سفارت فعال ساتلی و.
ښاغلي وانګ يو په دې غونډه کې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د خپلو ډيپلوماتيکو اړيکو په لوړه کچه ساتلو ته ژمن دی.
وانګ یو په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه وټاکل شو. نوموړي په تېرو دوو کلونو کې له بېلابېلو طا-لب چارواکو سره پراخې ناستې کړې دي.