دید خبرې آژانس: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایي پروګرام «يوانډيپي» له رئیس سټېفن سره کتلي دي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون، چاپېریالي پروژو په برخه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ویلي دي: د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او «يوانډيپي» ترمنځ ستراتېژیکه همکاري لا پیاوړې شي.
هغه د ملګرو ملتو سازمان د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې (انډيسي -۲) چمتو شوي سند د سپارلو او د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخه کې د «يوانډيپي» د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایې پروګرام رئیس هم د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي يې دي: زموږ همکاري محدوده نه ده، بلکې په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو او هر هغه څه مو چې په وس کې وي؛ خپلو هڅو او همکاریو ته به دوام ورکړو.
هغه زیاته کړې ده: موږ په ټولو نړيوالو غونډو کې د افغانستان د ستونزو یادونه کړې او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه مو غوښتي چې چاپېریالي او صحي موضوعات دې نه سیاسي کوي.
د کتنې په پای کې، د دواړو لوريو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار شوی دی.