اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په افغانستان کې د ټي ټي پي د فعالیتونو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر ادعاوې

دید خبرې آژانس: د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان له هوایي بریدونو وروسته، د دغه هېواد لومړي وزیر یو ځل بیا ادعا کړې چې د پاکستان د طا-لبانو تحریک په افغانستان کې دی او له اسلامي امارته یې غوښتي چې په دې تړاو څرګند دریځ ولري.

شهباز شریف دغه راز زیاته کړې په داسې حال کې چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو غوښتونکی دی، خو په وینا یې په افغانستان کې د ټي ټي پي فعالیتونه ورته د منلو نه دي.

د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف ویلي:  دا زموږ لپاره یوه سره کرښه ده، موږ د افغانستان له خاورې د پاکستان د طالبانو تحریک فعالیت نه منواو په هره بیه به به د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړو، او د افغانستان حکومت باید د ټي ټي پي پر وړاندې څرګند دریځ غوره کړي.»

احمد شریف چودري، د پاکستان د پوځ ویاند هم وايي: افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، موږ د هغوی ازادۍ ته پوره درناوی لرو او له هغوی غواړو چې ترهګر تر پاکستانه غوره ونه ګڼي. »

صادق شینواری، چې د نظامي چارو کارپوه دی، وویل: «د اسلامي امارت مشران باید د پاکستان مشران اړ کړي چې د داسې پېښو مخه ونیسي او پرېنږدي چې دا مسایل نور هم پراخ شي.»

له دې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان په بریدونو کې ۲۰ ماشومان مړه شوي دي.

یونیسف دغه راز زیاته کړې چې ماشومان باید په نښه نه شي.

 د یونیسف د سویلي اسیا سیمه ‌ییز مدیر، سانجي ویجیسکرا هم وايي: موږ له هغو کسانو سره چې خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي، خپله خواخوي څرګندوو. ماشومان هدف نه دي او هېڅکله باید په نښه نه شي.»

په دې لړ کې د پکتیکا والي هم د پاکستان دغه هوایي بریدونه غندي او زیاتوي چې دا بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف دي. 

 د پکتیکا والي، عبدالخالق عابد وايي: «هغه عمل چې دوی ترسره کړ، د انسانیت، افغانیت او نړیوالو اصولو خلاف و.» 

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا