اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړیډو لپاړه د پوتین ټينګار

دید خبرې آژانس: روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په اړه د اسلامي امارت د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه راز وایي، روسیې او ازبېکستان ته په افغانستان کې اقتصادي فرصتونو ته پرتله، امنیت او ټیکاو ډیر اهمیت لري.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین و ویل: (په افغانستان کې اقتصادي فرصتونو ته په پرتله امنیت او ټیکاو زموږ او ازبېکستان لپاره مهم دی، طالبان دې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په ګډون سره د ټولګډوني حکومت په تړاو خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.)

د روسیې ولسمشر چې د سن پټرزبورګ نړۍواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دغه ښار ته تللی یو ځل بیا یې له سرپرست حکومت سره تعام مهم وګاڼه.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم زیاته کړې چې:(په افغانستان کې ستونزې شته چې تاسو ټول ورباندې پوهیږئ، خو موږ باید له اوسني حکومت سره اړیکې ونیسو، طا-لبان هغه کسان دي چې هېواد اداره کوي، نن هغوي په افغانستان کې واک لري، موږ باید له واقعیتونو پیروي وکړو او په دې ترتیب خپلې اړیکې جوړې کړو.)

اسلامي امارت د مسکو له دې دریځ څخه په ستاینې وايي چې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له همدې امله باید د سرپرست حکومت له چارواکو سره خپل تعامل پراخ کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم زیاته کړې: «حقیقت دا دی چې له اسلامي امارت سره رسمي تعامل پیل شي او همدا د ټولو لپاره د ژغورنې لار ده. موږ د فشارونو او بندیزونو له لارې ستونزې نشو حل کولای.»

د اسلامي امارت ویاند د ټولګډوني حکومت په تړاو څه نه وایي خو تر دې وړاندې یې په ځلورو ویلي چې اوسني حکومت کې ټول قومونه شته دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې روسي چارواکو ویلي چې د ترهګرۍ له تور نوملړ څخه د طالبانو د نوم لرې کول ارزوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا