دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت له نوي ټاکل شوي سفیر سهیل شاهین سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د هېواد د مطبوعاتي برخې د تقویې پر میکانیزم، د کتابونو د چاپ بهير پر ودې او نورو مسايلو خبرې شوې دي.
مهاجر فراهي په مطبوعاتي او نشراتي برخه کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې د افغانستان اسلامي امارت په نشراتي برخه کې د امارتي او خصوصي رسنیو د فعالیت سربېره، د کتابونو او قرآنکریم د چاپ په برخه کې هم ملموس کارونه ترسره شوي او هڅه کېږي چې لا ښه او اغېزمن پرمختګونه ترسره شي.
همدا رنګه په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت نوي ټاکل شوي سفیر، په بېلابېلو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لاسته راوړنې د پام وړ بللې او د لا زیاتو پرمختګونو هېله یې څرګنده کړې ده.