اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په افغانستان کې د قرآن کریم د سپکاوي له امله د سویډن کمیټې د فعالیتونو مخه ونیوله

دید خبری اژانس: طا-لبانو په افغانستان کښې د قرآن کریم د سپکاوی له امله د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د فعالیتونو د ځنډولو اعلان وکړ.

طا-لبانو نن د سه شنبې په ورځ (د سرطان ۲۰) اعلان وکړ چې تر څو چې د سویډن حکومت له مسلمانانو بښنه ونه غواړي، په افغانستان کې به د دغه هېواد ټول فعالیتونه ودروي.

طا-لبانو له نورو اسلامي هېوادونو غوښتي چې له سویډن سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د طا-لبانو په اعلامیه کې راغلي چې د سویډن د حکومت په اجازې په هغه هېواد کې قرآن کریم سوځول شوی او د مسلمانانو عقایدو ته یې سپکاوی شوی دی.

دغې ډلې ویلي چې اسلامي امارت به سویډن ته امر وکړي تر څو په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه ودروي تر څو چې سویډن د خپل دغه «ناوړه عمل» له امله له مسلمانانو بخښنه ونه غواړي.

طا-لبانو له نورو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې له سویډن سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي او د دغه هېواد د «شرمناک عمل» پر ضد دې احتجاج وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا