اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په افغانستان کې د «صنعتي پارکونو قانون» د طالبانو لخوا توشيح شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن دوشنبه (د چنګاښ ۴مه) په کابل کې په یوه غونډه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له خوا د صنعتي پارکونو د قانون د توشيح کېدو اعلان وکړ.

ښاغلي عزیزي په دې غونډه کې وویل چې په صنعتي پارکونو کې د پانګونې لپاره د ځمکو د وېش لړۍ به ډېر ژر پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې واک ته د طا-لبانو له راتګ سره د اقتصادي رکود له امله یو شمېر فابریکو خپل فعالیت بند کړى.

یو شمېر دغه صنعتکاران وايي، د کافي برېښنا نشتوالی، د برېښنا لوړ بيه، ډېر مالیات او همدارنګه د تولیداتو لپاره د مناسب بازار نشتوالی د دوی پر وړاندې له لویو ننګونو څخه دي.

د شمېرو له مخې، د افغانستان په تېر حکومت کې په هېواد کې څه باندې پنځه زره فابریکې فعالې وې؛ خو په افغانستان کې د طا-لبانو له راتګ او اقتصادي رکود سره یوشمېر دغه فابریکې تړل شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا