اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په افغانستان کې د جوماتونو له لارې دیني پوهاي لوړول

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، اوسنیو شرایطو ته په کتو یو شمېر مشخص موضوعات د هېواد جوماتونو ته استول کېږي.

دغه وزارت زیاتوي، شرایطو ته په کتو د دغه وزارت له لوري جوماتونو کې ملاامامانو ته ځانګړي موضوعات ورکول کېږي، ترڅو ورباندې خبرې وکړي او په ټاکلو برخو کې د هېوادوالو پوهاوی زیات شي.

د ارشاد حج او اقافو وزارت مالي او اداري مرستیال، عارف الله عارف هم وايي: یانې هره ورځ چې کومه موضوع راځي، یانې د روژې پر مهال یا د حج پر وخت کې چې کومه موضوع راځي، مطابق د هماغه وخت ورته موږ موضوعات ورکوو. ځکه مسلمانانو ته هغه وخت ګټه لري چې ور په یادې وي او پر هغو عمل وکړي.

نوموړي ویلي، اوس مهال د دیني عالمانو له کمښت سره مخ نه دي؛ خو هڅه کوي چې د دیني عالمانو ظرفیت نور هم لوړ کړي.

ښاغلي عارف زیاته کړې: اوس افتاوې جوړې شوې دي چې ډېری یې د فقهې په اړه دي. افتا في الفقه چې دوی په فقه کې مهارت پیدا کړي. یانې داسې فقها وي چې په محاکمو او قضا کې وچلیږي. مطابق د شریعت احکام صادر کړي.

په همدې حال کې یو شمېر دیني عالمان د عامه پوهاوي په لوړاوي کې د منبر او دیني عالمانو رول مهم بولي.

دیني عالم، عبدالسلام متوکل هم و ویل: همدا منبرونه او جوماتونه وو چې د پیغمبر ص په وخت کې هم کورنیو چارو وزارت و، هم بهرنیو چارو وزارت و او هم یې ملتونه د دین او دنیا لور ته سوق او اداره کول. نو څرګنده ده چې منبرونه او عالمان د ټولنې په روښانتیا کې مهم رول لري.

د ارشاد، حج او اقافو وزارت دغه راز ټینګار کړی، چې دیني عالمان باید ورکړل شوي موضوعات په ساده او عام فهمه ژبه د ټولنې خلکو ته وړاندې کړي، تر څو هغوی ورڅخه په ورځني ژوند کې ګټه پورته کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا