په افغانستان کې د بانکي محدودیتونه کمیدو
دید خبرې آژانس: د افغانسان بانک وایي، په تېرو درېیو کلونو کې بانکي محدودیتونه کم شوي دي.
د دغه بانک ویاند وایي، دغه محدودیتونه له بانکونو او نړۍوالو مالي بنسټونو سره د پرلپسې غونډو او خبرو اترو په پایله کې لرې کړل شوي دي.
د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري وايي: په اونیز ډول دوی له خپلو حسابونو، هغه حسابونه چې په افغانیو پرانیستل شوي دي، په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او له ډالري اکونټونو په اونۍ کې ۲ زره ډالر را ایستلای شي. که چېرته غواړي چې په میاشت کې یو ځل له خپلو حسابونو پېسې واخلي. له افغاني اکونټه ۵ سوه زره او له ډالري اکونټه ۶ زره ډالر ایستلای شي.
د افغانستان بانک ویاند دغه راز د هېواد د بانکوالۍ د سیسټم د عصري کولو لپاره د هڅو خبره کوي او زیاتوي چې اوسمهال په دولتي او خصوصي بانکونو کې د «اف پی» په نوم برېښنايي کارت فعال شوی او هېوادوال کولای شي د دغه کارت په کارولو سره له بېلابېلو خدمتونو ګټه واخلي.
ښاغلي نوري زیاته کړه: د برېښنايي بانکولۍ په برخه کې مو ډېر کار کړی دی. دا مهال د اف پی په نوم کارټ عملاً فعال دی او هېوادوال چې د کارټ ولري کولای شي له هر خصوصي بانکه د ای ټي اېم له لارې په همدغه کارټ پیسې واخلي. د دغه کارټ له لارې له یوه حسابه بل ته پیسې لیږلی شي، بېلانس معلومیږي او برق بېل او نور مالیات هم تاویل کولای شي.
سره له دې چې د بانکي محدودیتونه او د افغانستان د اسعارو زیرمې له تېرو درېیو کلونو راهیسې لا هم کنګل شوې پاتې دي، خو تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د چین ځانګړي استازي د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو په ټینګار سره ویلي وو، چې د افغانستان پر وړاندې د نړۍ بانکي محدودیتونو د دغه هېواد د بانکوالۍ سیسټم اغېزمن کړی او افغانستان یې د نغدو پیسو له کړکېچ سره مخ کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون لاسلیک کړی چې، د دغه هېواد د ترهګرو په نوملړ کې د شاملو سازمانونو د فعالیتونو بندېدو ته په لنډمهالي توګه زمینه برابروي.
دغه قانون په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې د “طالبانو” نوم هم د روسیې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې دی.
د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه قانون په داسې شرایطو پورې تړلی چې، دغو سازمانونو له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او د هغوی په ګټه له تبلیغاتو لاس اخیستی وي.
د ټاس خبري اژانس په راپور کې راغلي:«ځنډېدل هغه وخت شوني دي چې، تایید شوي شواهد موجود وي چې، سازمان د ترهګرو سازمانونو په نوملړکې له شاملېدو وروسته د ترهګرۍ د تبلیغ، توجیه او ملاتړ یا د جزا قانون په تړاو اړوند جرمونو له ترسره کولو لاس اخیستی وي.»
تر دې مخکې، د روسیې پارلمان یو قانون تصویب کړی و چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو زمینه برابروي.