په افغانستان کې د امریکا ګونګه ستراتيژي
تېره اوونۍ ولسمشر غني له اوږده ځنډ او منځنۍ اسیا ته له سفر وروسته خبري ناسته رابللې وه؛ نوموړی، لکه له ولسمشر کېدو وړاندې وخت، لا هم ډېره لېوالتیا لري چې د افغانستان جغرافيه، ظرفیتونه، سیمه ییز نښلون، د اوبو مدیریت او ورته بحثونه لکه د پوهنتون استاد او یا څېړونکی تشریح کړي او له عیني ترخو واقعیتونو او وېروونکي کړکېچ خوا ته د تلونکي وضعیت په تړاو له خبرو تر ډېره ځان لرې ساتي. د وروستي کنفرانس مقدماتي خبرې يې هم تر ډېره د پورته بحثونو په تشریح او توضیح پیل شوې.
له وروستیو څو کلونو راهیسې له ټولو څېړونکو او د افغان سیاست او امنیت له څارونکو سره دا پوښتنه مطرح ده چې د امریکا ستراتيژيکې موخې په افغانستان کې څه دي؟ په کومو مواردو کې زموږ او د امریکا ګټې او موخې شریکې دي؟ دغه پوښتنې نه یوازې دا چې ځواب نه شوې، بلکې د وحشتناکې لوبې د څرکونو اندېښنې یې لا زیاتې کړې دي. د امریکا ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ راهیسې په سپينه ماڼۍ کې دی. روانه جولای یې اوومه میاشت پوره کېږي چې ټرمپ ولسمشر شوی، خو تر اوسه هم لکه د کمپاین وخت، د افغانستان په اړه چوپه خوله دی. ټرمپ په ۲۰۱۲ کې په یوه ویډیو کې د افغانستان له جګړې سره مخالفت ښودلی و، خو کله چې نوماند او بیا ولسمشر شو، په دې اړه یې خوله نه ده چوله کړې. د افغان جګړې په تړاو د ټرمپ د سکوت یو لامل دا ښکاري چې په شخصي لحاظ نه غواړي هېواد او پوځيان یې له هېواده لرې افغانستان کې د سیمه ییزو رقابتونو او سیالیو قرباني شي.
د ټرمپ له څرګندونو له ورایه ښکاري چې د جیوپولیټیکي لوبو پر ځای ترجیح ورکوي د حکومت تمرکز یې په کور دننه پر اقتصادي ودې باندې راټول وي خو څرګند مخالفت ځکه نه شي کولی چې په امریکايي سیاست کې د ژور دولت (Deep State) فکټور له اغېز څخه انکار نه شي کېدای او دغه عنصر د روانې جګړې او په سیمه کې د نا امنۍ خورولو پلوي دی. د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده هغه ده، د دغسې یوې جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر سکوت افغانانو ته ډېر اندېښمنوونکی دی. دغه سکوت او په عمل کې منفي کړنې ښيي چې د امریکا ستراتيژي په بشپړ ډول د افغانستان پر زیان ده.
تېره اوونۍ د ولسمشر غني خبري ناسته کې یوه خبریال د امریکا د سنا د پوځي کمېټې مشر، جان مککېن هغه خبره یاده کړه چې ویلي یې وو، امریکا د افغانستان لپاره هېڅ نوې ستراتيژي نه لري. ډاکتر غني وویل؛ “د افغانستان په تړاو د امریکا ستراتيژي نهایت مثبته ده.” اشرف غني د دې پر ځای چې د امریکا د روانې ستراتيژۍ په اړه صریح وغږېږي، جزوي او تاکتیکي بحثونو ته پناه وړي. د “مثبتې ستراتيژۍ” په دوام یې وویل چې ټرمپ د افغانستان هوايي ځواک ته ۸۶۰ میلیونه ډالر په پام کې نیولي. ډاکټر غني دا هم مثبته ګڼي چې د جنرال نیکولس واکونه زیات شوي او د پرېکړې واک د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس ته ورکړل شوی. غني په مُسکا ویل، مککېن یې له دوستانو څخه دی او د هغه غوښتنه دا ده چې “لا زیاته مرسته وشي او موږ هم د زیاتو مرستو هرکلی کوو.” غني ویل د پرېکړې وروستیو پړاوونو کې یو او لکه تل یې هرکلی کوو.
د افغانستان په تړاو د امریکا د ستراتيژۍ په تړاو د افغان ولسمشر په توګه د ډاکټر غني څرګندونې ښيي چې ولسمشر تر کومه بریده ځان اړ ګڼي چې په دې اړه جدي ابهامونو او پوښتنونو ته د ځواب موندلو هڅه وکړي او له امریکايي لوري سره ستراتيژيک بحث پیل کړي. ډاکټر غني په بشپړې بې مسوولیتۍ وايي د افغانستان په تړاو د امریکا ستراتيژي «نهایت مثبته» ده. د ډونالډ ټرمپ اداره په اوو میاشتو کې نه توانېږي چې د افغانستان په تړاو تګلاره اعلان کړي؛ په تېر اپرېل کې يې په مسکو کې د افغان سولې په اړه د سولې ناسته کې له ګډون نټه وکړه، خپله هم د سولې په اړه نوښت نه کوي، افغانستان ته د نوو ځواکونو واک هم جنرال مټیس په څېر پوځي ته ورکوي او د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د استازولۍ څانګه له منځه وړي. دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د افغان سیاست په اړه بې واکه کېږي…. پر دې ټولو ډېرو څرګندو ګډوډیو سربېره ډاکټر غني د هر څه هرکلی کوي او دا ستراتيژي “نهایت مثبته” بولي!
د نوې ستراتيژۍ په اړه ټرمپ هېڅ نه وايي؛ داسې ښکاري چې ټرمپ نه غواړي د جګړې مسوولیت کې ځان شامل کړي. کله چې دا خبر رسنیو ته راووت چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر ټاکلو واک دفاع وزارت ته سپارل شوی، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال سټنلي مکرسټل سي اېن اېن ته وویل چې ټرمپ نه شي کولی له دې لارې ځان له مسوولیته خلاص کړي. مکرسټل وویل، که ځواکونه جنرال مټیس هم ټاکي، وروستۍ پرېکړه کوونکی او اعلی سرقوماندان ډونالډ ټرمپ دی او په دغه مسوولیت کې په هر صورت شریک دی.
له څو څو ځلې ځنډ وروسته امریکايي چارواکو د افغان تگلارې د اعلان نېټه روانه جولای بللې وه. نن چې د جولای اوولسمه نېټه ده، تر اوسه خو د امریکا ستراتيژي نه ده اعلان شوې. له دې ځنډونو له ورایه ښکاري چې امریکا رښتیا هم د افغانستان په اړه کومه څرگنده ستراتيژي نه لري او په روان مبهم حالت کې خپلې موخې ترلاسه کوي. حامد کرزی که څه هم ونه توانېد چې امریکایان څرگندې ستراتيژۍ ته اړ باسي، خو لږ تر لږه یې خپل مخالفت له خلکو پټ نه کړ.
د افغانستان په اړه د امریکا دغسې نوساني او بې ثباته ستراتيژي او دریځونه ښيي چې د افغانستان سوله، امنیت او ثبات د امریکا په ستراتيژۍ کې ځای نه لري. امریکا په دغسې نا منظم وضعیت کې خپلې دوې موخې ترلاسه کوي: په افغانستان کې پوځي حضور او د جګړې دوام. ډاکټر غني، لکه خپله یې هم چې وویل، د “تل په څېر” له هر څه ملاتړ کوي؛ که امریکا ځواکونه زیاتوي، که جګړې ته مخه کوي، که ځواکونه کموي….په هر صورت یې افغان ولسمشر “تود هرکلی” کوي.
ډاکټر غني په داسې حساس وخت کې د افغانستان ولسمشر دی چې تر بل هر وخته د امریکا ستراتيژي ګونګه، نا تعریف شوې او نامشخصه ده او تر بل هر وخت افغان سیاستوال او عام ولس دا اړتیا احساسوي چې له امریکایانو سره د افغان سولې او جګړې په اړه هر اړخیز بحثونه پرانیستل شي او د امریکا ستراتيژي واضح شي. د امریکا حضور په افغانستان کې له یو ډول بلاتکلیفۍ سره مخ دی. دمګړۍ هر څه مبهم دي. اوس خو په امریکا کې څېړونکي او د نظر خاوندان پر دې باور دي چې د افغانستان وضعیت په ټپه ولاړ دی، نه په جګړه کې پرمختګ کېږي او نه هم د سولې له انتخابه کار اخیستل کېږي. د ټرمپ له راتګ سره د افغان سولې بحثونو د امریکايي سیاستوالو له خبري ناستو کډه کړې ده. جنرال مټيس تېره میاشت په اسټرالیا کې په زغرده وویل چې په افغانستان کې د “تمدن له دښمنانو” سره په جګړه کې ښکېل دي. مټيس د سولې انتخاب او د مذاکراتو بحث په اړه هېڅ ونه ویل.
د دې ټولو په پام کې نیولو سره، د امریکا ستراتيژي، د ډاکټر غني د نظر پر خلاف تر بل هر وخت “نهایت منفي” ده او ډاکټر غني مسوولیت لري چې په دې اړه له امریکايي لوري سختې پوښتنې وکړي. خو تر کومه چې په ډاکټر غني پورې اړه لري، دا به ډېره خیالي هيله وي چې له امریکایانو سره دې صریح او جدي بحث وکړي؛ خو لږ تر لږه د امریکایانو په استازیتوب دې افغان ولس ته د هغوی منفي عزايم او بدې ارادې په “نهایت مثبت” ګڼلو سترګو ته خاورې نه شیندي.
د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل.ذاکر جلالی