افغانستانروستي خبرونه

په افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونه

افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې تر ۱۶۰۰ زیات هوايي بریدونه کړي، چې دا د تېر ټول کال دوه چنده بریدونه کیږي.

په ۲۰۱۶ کې په افغانستان کې تر اتو سوو لږ هوایي، او توغندیز بریدونه شوي وو، چې لویه برخه یې ډرون الوتکو کړي وو.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو دفتر ویلي، د ۲۰۱۷ له جنورۍ تر جون میاشتې ټول ۱۶۳۴ بمي او توغندیز بریدونه شوي؛ خو د کشفي الوتنو په اړه یې څه نه دي ویلي.

امریکايي ځواکونو په تېر جون کې هم ویلي و، چې یوازې د جون میاشتې هوایي بریدونه د تېر کال د شپږو میاشتو له هوايي بریدونو سره برابر دي.

د رسنیو د راپورونو په حواله د روان د شپږو میاشتو بریدونه له هغو بریدونه سره هم نږدې برابر دي، چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۲ کې په افغانستان کې کړي وو او هغه مهال په افغانستان کې تر اتیا زرو زیات امریکایان دېره وو.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د امریکا تگلاره دا وه چې دوی به بې پيلوټه بریدونه زیاتوي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې نه یوازې د بې پيلوټه الوتکو بلکې د نورو جنگي الوتکو بریدونه هم زیات شوي.

د دغو بریدونو د زیاتوالي خبره هغه وخت هم توده شوه چې د ننگرهار په اچین کې امریکا د نړۍ تر ټولو ستر غیر اټومي بم وکاراوه.

د هوايي بریدونو له زیاتوالي سره جوخت په افغانستان کې ملکي مرگ ژوبله هم تر بل هر وخت لوړه شوې ده.

تازه د یونما په راپور کې ویل شوي، چې د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر پنځو زره زیاتو ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتي، چې لومړی درجه لامل یې طالبان او د هغوی سړک غاړې ماینونه او دویمه درجه  لامل افغان او بهرنیو ځواکونه او هغوی هوايي بریدونه ښودل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت بیا ویلي، چې په افغانستان کې هوايي بریدونه د دوی په خوښه په هغوځایونو کې کیږي، چې د ملکي مرگ ژوبلې د رامنځ ته کېدو احتمال صفر او د ترهگرو مرکزونه وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا