په افغانستان کې د ازبیکستان نوي سفیر په کار پیل وکړ
دید خبرې آژانس: ازبیکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې اویبک عثمانوف په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
اویبک عثمانوف ۶۲ کلن دی او تردې وړاندې یې په مصر او پاکستان کې د ازبیکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د ازبیکستان د خبري اژانسونو د معلوماتو له مخې، دغه ازبک دیپلوماټ د لړم په شپږمه د یکشنبې په ورځ کابل ته رسیدلی دی.
د ښاغلي عثمانوف په ژوندلیک کې راغلي، چې نوموړی له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ کاله د ازبیکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
په افغانستان کې د ازبیکستان مخکنی سفیر یادګار خواجه شادمانوف و، چې له ۱۲ کلونو وروسته یې د روان کال د زمري په میاشت کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.
که څه هم ازبیکستان د نورو هېوادونو په څېر د طا-لبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ساتي.
د طا-لبانو او ازبیکستان چارواکو د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې څو ځلې د یو بل کوربه توب کړی دی.