اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په افغانستان کې ترهګري دلي شتون او د نړی اندېښنه

دید خبرې آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزير اندري روډنکو وايي، د طا-لبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې «ترهګري» د نړیوالې اندېښنې سبب ګرځېدلې  ده.

طا-لبانو تر دې وړاندې د دوى تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته کوم ګواښ نشته.

خو ښاغلي روډنکو په مسکو کې د برېکس د ترهګرۍ ضد کارپوهانو په غونډه کې د دا/عش، القا/عدې او طا-لبانو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې کمیټې د راپور په حواله وویل: «ترهګرې ډلې نه یوازې د خپل نفوذ د پیاوړي کولو په لټه کې دي؛ بلکې دوی په سیمه کې د کنټرول لپاره د یوې قوي اډې د جوړولو په لټه کې هم دي.»

هغه په خپله وينا کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې، په دې غونډې کې د مسکو په څنډه کې د موسیقۍ د کنسرټ په تالار کې د دا/عش خراسان ډلې لخوا د مارچ د ۲۲ نېټې برید ته په اشارې ويلي چې ترهګریز بریدونه هر کال «لا ډېر پیچلي او وحشیانه» کیږي.

د يادولو وړ ده، چې تر دې مخکې د ډليز امنیت تړون سازمان سرمنشي ایمانګلي تسماګبیتوف ویلي وو چې په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ «اصلي سرچینه» د طا-لبانو تر کنټرول لاندې افغانستان دی.

هغه د سیمه ایزو او فرعي سیمه ایزو سازمانونو سره د ملګرو ملتو د همکارۍ تر سرليک لاندې د امنیت شورا په غونډه کې زياته کړه، چې ترهګري افراطیت او د نشه یي توکو قاچاق د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې جدي او مخ پر ودې ګواښونه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ورشینین هم په دې غونډه کې ويلي و چې د شانګهای همکارۍ سازمان یو له پرله پسې لومړیتوبونو څخه « له افغانستانه د پېښېدونکو ګواښونو» سره مبارزه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا