Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثسیاسي

په ارزګان کې سېلاب د دې ولایت ملابرادر له ځانه سره وړی دی

دید خبری آژانس: په ارزګان ولایت کې له سېلاب وروسته د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر کړی او زیانمنو شویو خلکو ته یې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د صدراعظم اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند پرون اروزګان ولایت ته سفر وکړ چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له اوسېدونکو سره وکتل او د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو له امله یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله تر ٣٠ ډېر کسان وژل شوي او تر سلو ډېر کورونه ويجاړ شوي دي.

Back to top button