افغانستانبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په اتریش هیواد کې د افغان ښځو په اړه غونډه جوړه شوه

دید خبرې آژانس: د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ګډونوالو هېوادونو او اسیايي متحدانو پرون د اتریش پلازمېنه ویانا کې د افغان ښځو او نجونو په اړه یوه غونډه درلوده.

د افغان ښځو د ستونزو او ننګونو په اړه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د ناستې ګډونوالو ویلي چې د تعلیم، کار او روغتیايي خدماتو په برخه کې د افغان ښځو پر وړاندې پراته شدید خنډونه او ننګونې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

د دغه سازمان د ګډونوالو هېوادونو او اسیايي متحدینو لوړپوړي استازي دوشنبه د جون درېیمه د اتریش پلازمېنه ویانا کې غونډه نیولې وه.

د سازمان د اعلامیې په اساس د غونډې ویناوالو ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د تلپاتې او با ثباته سولې لپاره د ښځو پیاوړتیا او د جندر مساواتو ته اهمیت ورکړي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې دوامدار اقدام او یووالی اړین دی.

دغه سازمان ویلي چې غړي هېوادونه او اسیایي متحدین یې چمتو دي د غوره عملي تګلارو او ګډو هڅو له لارې ښې راتلونکې ته د رسېدو لپاره همکاري وکړي.

اخوا د ښځو د حقونو افغان فعالانې ټینګار لري داسې غونډې هغه وخت اغېزمنې تمامېدای شي چې له افغانستان یا واکمنو چارواکو سره د تعامل لپاره د افغان ښځو او نجونو د حقونو تامین یو شرط وګرځوي.

په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره او د خلکو مخکینۍ استازې شینکۍ کړوخېل دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته ویلي دي چې: “نړیواله ټولنه کولای شي چې د افغان مېرمنو د بشري حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي، په دې شرط چې واقعاً د افغان ښځو بشري حقونه دوی ته اهمیت ولري او دوی متحده واوسېږي چې دغه وضعیت باید تغییر وکړي. دوی کولای شي چې هره ناسته او هر تعامل له طالبانو سره د افغانو مېرمنو د حقونو په احیا باندې مشروط کړي.”

د پوهنتون استاده او فعاله مستوره سېلاب هم وايي، داسې غونډې ډېرې دایرې شوي، خو مهمه ده چې پایلې یې مثبتې او عملي وي.

مېرمن سېلاب وویل: “مهمه دا ده که چېرې داسې ناسته دایره شي چې بلاخره پایلې یې مثبت اړخ ولري او عملي جنبه پیدا کړي. په غونډو تنها دا مهمه نه ده چې د افغان نجونو د تعلیم او تحصیل حق مطرح کېږي بلکې په سیاسي ټولنه کې د هغوی فعاله ونډه او د هغوی د کار حقونه ډېر مهم دي.”

طا-لبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته رسېدلي.

د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او نورې مشرتابه له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه داسې فرامین ورکړي چې له امله یې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیات شوي.

شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځیو منع شوي.

د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې هم تړلي او یواځې په محدود شکل د روغتیا په سکتور نیمه لوړو زده کړو بنسټونو کې یو شمېر نجونې زده کړې کوي.

د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول په خصوصي موسسو کې ښځې له کار راګرځول شوي.

د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره لا دغه وضعیت بدلون نه دی کړی او طالبان له خپل دريځ نه دي په شا شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا