اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په ابن سینا دولتي روغتون کې نه زړه جراحي په وړیا ډول ترسره شوي دي

دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ابن سینا دولتي روغتون کې ۹۰۰۰ څخه ډیر جراحي په وړیا ډول ترسره شوي دي.

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې تېر کال په ابن سینا ایمرجنسي روغتون کې تر ۹۰۰۰ ډېر لوی او واړه عملیات په وړیا ډول ترسره شوي دي.

د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت د ابن سینا ایمرجنسي روغتون نهه زره ۲۳۳ لوی او واړه عملیات په وړیا توګه ترسره کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون نږدې ۲۱۸ زره ناروغانو ته د بهر بستر ناروغانو (OPD) او ۱۱ زره ۵۱۷ نورو ناروغانو ته په وړیا توګه داخل بستر خدمتونه وړاندې کوي.

په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو د بندېدو له امله د هېواد روغتیايي سیستم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا