اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

پنټاګون وايي: امریکا پر دا/عش باندې برید کوي

دید خبرې آژانس: د پنټاګون ویاند د سه شنبې په ورځ وویل چې که امریکا د دا/عش ډلې په «کېدونکي ګواښ» پوه شي، پر دوی به برید وکړي.

جنرال رايډر افغانستان ته په اشارې سره په عراق کې د امريکا د دوامداره شتون دفاع وکړه او ويې ويل چې که «پر دا/عش فشار نه وي، ښايي بيا سر راپورته کړي.»

د عراق حکومت له امریکايي ځواکونو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي. خو امریکا په دې باور ده چې په عراق او سوریه کې د دا/عش له خوا ګواښ پر لاره دی، نو په دې هېواد کې د دوی شتون اړین دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په افغانستان کې د دا/عش د پیاوړي کېدو په اړه خبرداری ورکړ، خو د امریکا ګټو ته د دغې ډلې ګواښ سملاسي ګواښ نه بولي.

دا/عش په تېر کال کې په روسیه او ایران کې دوه خونړي بریدونه کړي دي. دغو بریدونو اندېښنې راپورته کړې، د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نیوکه کونکو د بایډن پر ادارې نیوکې وکړې، چې دا/عش ډله ښايي پر امریکا د بریدونو په پلان جوړولو بوخته وي.

جنرال پیټریک رایډر وویل چې دا مهال د دا/عش خراسان ډلې په وړاندې د متحده ایالاتو د عملیاتو په اړه کوم معلومات نه لري خو دغه ډله په ټولییزه توګه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې مېشته ده.

هغه زیاته کړه، «په جدي توګه وایم، که پر امریکا یا زموږ ګټو ته نږدې ګواښونه وپیژندل شي، موږ حق لرو چې مناسب ګام واخلو، او له هوا یا لرې واټن څخه پرې بریدونه وکړو خو د اوس لپاره ویلو ته هیڅ نه لرم.»

پنټاګون وايي، له «لرې څخه د څارنې» پروګرام په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اغېزمن دی او له افغانستانه د امریکا له وتلو سره سره هم کولای شي له ګواښ سره مقابله وکړي.

طا-لبانو د سیمې او لوېدیځو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا