اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالبنړۍ

پنټاګون: د داعش خراسان غړي زمونږ تر څار لاندې دي

دید خبرې آژانس: امریکايي رسنیو له دا/عش ډلې سره د تړاو په تور د ۸ تنو چې ۶ هغه یې تاجکستاني وګړو وو له نیولو خبر ورکړ.

پنتاګون په دي اړه وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سېمو کې د دا/عش خراسان څانګې د لوړپوړو قوماندانانو په لټه کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیاله، سابرینا سینګ وايي: (که د داعش د لوړپوړو رهبرانو د څارلو لپاره زموږ د دوامداره هڅو په اړه خبرې کوي، البته دا هغه څه دي چې موږ یې په سېمه کې په اړه کار ته دوام ورکوو.)

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د طا-لبانو ویاند ویلي وو چې امریکا د داعش له نوم څخه په ګټنې د افغانستان او سېمې هېوادونو ترمنځ د بدګمانۍ د رامنځته کېدو په هڅه کې ده.

ذبیح الله مجاهد و ویل: امریکا او یا بل هر هېواد چې دا خبرې کوي غواړي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ ناوړه پوهاوی رامنځته او بد ګومانۍ رامنځته کړي.

په سېمه کې د داعش د فعالیتونو په تړاو څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تر دې وړاندې سرپرست حکومت تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا