اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا
پنجشېر کې څه باندې ۲ زره قیراطه زمرد وپلورل شوې
دید خبرې آژانس: د پنجشېر ولایت د د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري باختراطلاعاتي آژانس ته وويل، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۳۰ قيراطه زمرد د ۴۹ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
مولوي امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.