اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

پسکوف: د افغانستان د ګاونډیانو لپاره اړينه ده چې له طا-لبانو سره اړیکې ولري

دید خبرې آژانس: د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ويلي، روسیه د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طا-لبانو د ایستلو په اړه د قرغزستان د پرېکړې پر لاملونو پوهېږي.

د هغه په ​​دې باور د افغانستان د ګاونډیانو لپاره دا مهمه ده چې له طا-لبانو سره اړیکې وساتي.

د تأس د راپور له مخې، پسکوف خبریالانو ته ويلي، « قرغزستان افغانستان ته ډېر نږدې دی. د ګاونډیانو لپاره دا مهمه ده چې د اوسنیو چارواکو سره اړیکې وساتي. دا یوه اړتیا ده ځکه چې بل ډول، د کومې اړیکې رامنځته کولو امکان نشته»

روسي چارواکو په وار وار له مسکو څخه غوښتي چې طا-لبان  د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په وینا، د بهرنیو چارو او عدلیې وزارت له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړانديز کړی و چې د طا-لبانو نومونه دې د ترهګرو له نوملړه وایستل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف همداراز ویلي، چې د ترهګرو له نوملړه د طا-لبانو د ایستلو اقدام عيني واقعیت څرګندوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې مخکې یوه خبرپاڼه خپره کړې وه چې د امربالمعروف او نهى عن المنکر د طا-لبانو پر نوي قانون د نیوکې له امله یې د خپلو غړو ترمنځ اختلافات په ډاګه کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټاکل شوې وه چې دغه شورا د اګست په ۲۱ مه( د زمري٣١مه) د طا-لبانو د  امربالمعروف او نهى عن المنکر» قانون پر ضد یوه خبرپاڼه خپره کړي، خو د دغه سازمان دوو غړو یې مخالفت وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیت شورا دوو غړو د طا-لبانو نوی قانون «د افغانستان داخلي موضوع» بللې ده.

سازمان زیاته کړه: «دا خبرپاڼه تصویب نه شوه ځکه چې دوه غړو په اوسني وخت کې د داسې خبرپاڼې ارزښت تر پوښتنې لاندې راوست. په دې اړه، دوی (دوو غړو) د راپور له مخې وویل چې قانون یوه داخلي مسله ده، یوناما لا هم د هغې پایلو باندې بیاکتنه کوي او د شورا نورو خبرپاڼو مخکې په هېواد کې د ښځو د حقونو ننګونې ته اشاره کړې وه.»

خو په خبرپاڼه کې راغلي چې چين او روسيې ادعا کړې چې نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره مرسته وکړي پرته له دې چې له نورو مسايلو لکه بشري حقونو سره يې تړاو ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه دریځ ته په کتو داسې ښکاري چې چین او روسیه له کوم اضافي فشار پرته له طا-لبانو سره خبرو او ښکیلتیا ته ترجیح ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا