اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

پزشکیان د روسیې د ملي امنیت د شورا منشي سره وکتل

دید خبرې آژانس: د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د روسیې د ملي امنیت د شورا له منشي سرګي شویګو سره په کتنه کې دغه هېواد یو «ستراتیژیک ملګری» وباله او ویې ویل چې له روسیې سره د اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سياست له لومړیتوبونو څخه ده.

د رویټرز د راپور په بنسټ، پزشکيان په دغه کتنه کې زیاته کړې: « مونږ په دې باور یو چې د امریکا په ګډون د ځینو قدرتونو د زبرځواکۍ موده په نړۍ کې پاى ته رسېدلې  او د ایران او روسیې ترمنځ د دریځونو او همکاريو شریکول به د څو قطبي نړۍ د نړیوال امنیت او سولې د لا پراختیا لامل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا پر ایران تور پورې کړی، چې د اوکراین په جګړه کې یې روسیې ته «ځانمرګي ډرون» استولي او د ایران پر چلند یې سختې نیوکې کړې دي.

خو د ایران ولسمشر په منځني ختیځ کې د اسرائیلو له جنګي چلند څخه د بشری حقوقو د مدافعانو په توګه د امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ باندې سخته نیوکه کړې او ویلي يې دي : «ایران په هیڅ صورت په سيمه کې د جنګ او کړکېچ د پراخولو په لټه کې نه دی. خو دغه رژیم (اسرائیل) به خامخا د خپلو جنایتونو او سرکشۍ ځواب ترلاسه کړي.»

په دې کتنه کې د روسيې د ملي امنيت شورا منشي د شمال-جنوب دهلېز په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروژو د بشپړولو د چټکتيا لپاره د خپل هېواد پر لېوالتيا ټينګار وکړ.

هغه وويل:«روسيه د ملګرو ملتونو، برېکس او شانګهای د همکارۍ سازمان په ګډون په نړيوالو سازمانونو کې له ايران سره همکارۍ ته ډېر اهميت ورکوي او موږ به د دغو همکاريو د پراختيا لپاره کار وکړو.»

ایران ته د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د سرمنشي سفر په داسې حال کې شوی چې په منځني ختیځ کې د «بشپړې چمتو جګړې» د خطر په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

آلمان په دې وروستیو کې له خبرداري وروسته خپل اتباع له لبنان څخه اېستلي دي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر پرون (دوشنبه د زمري ۱۵مه) په منځني ختیځ کې د هر اړخیزې جګړې د زیاتېدو د خطر له امله د امریکا د ملي امنیت له ټیم سره جلسه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا