دید خبرې آژانس: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، که امریکا ریښتیا هم خبرو ته لېواله وي نو په خبره یې، دغه بهیر کې ګواښ څه مانا لري؟

د ایراني رسنیو د راپور لمخې، هغه ټینګار کړی چې تهران د ګواښ تر شرایطو لاندې خبرو ته نه دی چمتو.
پزشکیان څرګنده کړې: «د ایران اسلامي جمهوريت له برابر دریځ څخه د خبرو غوښتنه لري؛ نه دا چې له یوې خوا خبرو ته وبلل شي او له بلې خوا وګواښل شي. که رښتیا هم مذاکرات غواړئ، نو ګواښ د څه لپاره دی؟»
مسعود پزشکیان په دې باور دی چې امریکا نه یوازې ایران، بلکې ټولې نړۍ ته بې احترامي کوي او دا چلن د خبرو اترو له اصل سره په ټکر کې دی.
په ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د دریځونو په غبرګون کې ویلي، له داسې لوري سره مستقیمې خبرې چې تل «د ملګرو ملتونو له منشور سره په مخالفت کې د زور کارولو ګواښ کوي او د خپلو چارواکو له لوري متناقض دریځونه څرګندوي»، اصلاً بې مانا دي.
هغه زیاته کړې: «له دې سره سره، د ایران اسلامي جمهوريت لا هم ډیپلوماسۍ ته ژمن دی او چمتو دی چې غیر مستقیمې خبرې تجربه کړي.»
د ایراني چارواکو تازه دریځونو ته په کتو، داسې ښکاري چې د برجام د بیا ژوندي کولو او یا ورته نوي تړون ته رسېدل د واشنګټن د چلن د بدلون پورې تړاو لري.