دید خبرې آژانس: د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، ایران به له امریکا سره تر هغې مذاکرات و نه کړي چې تر ګواښ لاندې وي.

مسعود پزشکیان خپل امریکايي سیال، ډانلډ ټرمپ ته د ګواښ په ژبه ویلي: “هر څه چې غواړې، و یې کړه”.
هغه ویلي: “دا زموږ لپاره د منلو نه ده چې دوی (امریکا) حکمونه راکوي او ګواښونه کوي. موږ به له تاسو سره حتی مذاکرات هم ونه کړو. هر څه چې غواړې، وکړه” .
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې تر دې مخکې د ایران مذهبي مشر، ایتالله علي خامنهیي، هم وروسته له هغې چې ټرمپ ورته لیک استولی و، ویلي و چې تهران له واشنګټن سره د مذاکراتو وړاندیز ردوي.
که څه هم ترمپ له تهران سره د هوکړې امکان څرګند کړی، خو هغه بېرته د “اعظمي فشار” تګلاره پلي کړې، چې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې هم موخه دا وه چې ایران له نړۍوال اقتصاده منزوي کړي او د نفتو صادرات یې صفر ته راټيټ کړي.
ترمپ تېر اونۍ فاکس بېزنس سره په مرکه کې هم ویلی و: “ایران ته یوازې دوه لارې پاتې دي؛ یا پر نظامي اقدام غور وشي، یا یوه هوکړه وشي” څو تهران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منعه کړای شي.
ایران له ۲۰۱۹ کال راهیسې، یو کال وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر، ټرمپ د تهران او شپږو نړۍوالو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ اټومي تړون لغوه کړ او بېرته یې سخت بندیزونه ولګول، خپل اټومي فعالیتونه چټک کړي دي.