اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

پر غزه باندی اسراییلي پوځیانو بریدونه زیات کړي

دید خبرې آژانس: اسرائیلي پوځ د چهارشنبې په ورځ په خان یونس  کې د هوایي بریدونو څخه څو ساعت وروسته چٸ پکې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل  پر غزې په شمالي او مرکزي سیمو خپل بریدونه زیات کړل.

په هغه لیک کې چې د اسرائیلي الوتکو لخوا د غزې ښاریانو ته اچول شوی، له ولسي وګړو غوښتل شوي چې د غزې جنوب ته په دوو لورو حرکت وکړي.

حماس وايي، د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د سه شنبې تر ورځې پورې په ټوله سیمه کې تر ۶۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

هغوى ګواښ کړی چې دا ډول بریدونه به د اوربند د ټنګښت هڅې، چې د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې يې په اړه خبرې بیا پیلېږي له خنډ سره مخ کړي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، هوايي برید د غزې په جنوبي ښار عباسان کې له یوه ښوونځي بهر د بې ځایه شویو کورنیو پر کيږديو بمبار کړی، چې لږترلږه ۲۹ کسان یې وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د اسراییلو پوځ ویلي دي چې د ملکي تلفاتو په اړه به څېړنې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا