اسلایدشومهم مطالبنړۍګزارش

پر غزه، لبنان، او یمن کې د اسرائيلو او امریکا خونړي بریدونه دوام

دید خبرې آژانس: د الجزیرې د راپور له مخې اسرائيلي ځواکونو د غزې په خان یونس ښار کې د ناصر روغتون ته څېرمه د خبریالانو خیمه بمبار کړې، چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

دا بمبار وروسته له هغې شوی، چې صهیونست پوځ په دیر البلح ښار کې خلکو ته د وتلو امر وکړ او له ۵۰ زیات کسان یې شهیدان کړل.

همداراز، اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یو فلسطیني-امریکايي هلک ویشتلی او وژلی یې دی او په جنوبي لبنان کې یې هم د یو برید په پایله کې دوه نور کسان وژلي دي.

په ورته وخت کې، د امریکا هوایي ځواکونو د یمن په پلازمېنه صنعا کې لږ تر لږه څلور کسان وژلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، د اسرائيلو په جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰ زره ۶۹۵ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۱۵ زره ۳۳۸ نور ټپیان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا