اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

پر طا-لبانو باندې نوي بڼدیزونه

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت رییس الوزرا د نوي فرمان له مخې؛ له دی ورسته د طا-لبانو هیڅ غړی اجازه نه لري چې د ټولنیزو شبکو له لارې په خپل منځ کې محرم اسناد تبادله کړي.

د طا-لبانو د رییس الوزرا دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې د ملا محمد حسن اخوند په لاسلیک خپره شوې راغلي چې د ملکي مامورینو په ګډون د سرپرست حکومت یو شمېر غړو د طا-لبانو د مشر او همدا راز د رییس الوزرا د حکمونه  په ټولنیزو رسینو کې خپړه کوله.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې وروسته د طا-لبانو د دفتر هېڅ مسوول ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د يادو شبکو له لارې يو بل ته محرم اسناد ولېږي.

په دغه لیک کې د طا-لبانو د ډلې مسوولینو او د رسمي دفترونو مسوولینو ته ویل شوي چې که د دوی تر امر لاندې مامورین دغه موضوع له پامه ونه غورځوي او که چا له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي، له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

د طا-لبانو د ډلې له خوا دغه حکم په داسې حال کې صادریږي چې په افغانستان کې خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو په ځلونو د دغې ډلې له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د کار پوهانو په نظر، د طا-لبانو لخوا د رسنیو پر فعالیتونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیتونه به د رسنیو فعالیتونه کمزوري کړي او د خبریالانو د فعالیتونو ساحه هم محدوده کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا