اسلایدشوامنیت و حوادثمهم مطالبنړۍ

پر رفح ښار د اسرائیلو بریدونه/ ۲۲ تنه ووژل شول

دید خبرې آژانس: پرون (یکشنبه، جولای ۲۱) د رفح پر مرکز د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو پرون د رفح ښار مرکز، چې زرګونو بې کوره شويو فلسطینیانو پکې پناه اخيستې وه، په نښه کړ.

د دغه راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د دوی ځواکونو په تل السلطان کې د جنګیالیو یوه ډله چې د دوی پر لور روانه وه، په نښه کړی او د هغوی مهمات، تونلونه او زیربناوې یې له منځه وړي دي.

خو حماس او د فلسطین د اسلامي جهاد څانګو ویلي دي چې اسرائیلي ځواکونه یې د ټانک ضد راکټونو په وسیله په نښه کړي دي.

په همدې حال کې له مصر سره پولې ته څېرمه د رفح ښار اوسېدونکو ویلي چې د حماس او اسرائیلي ځواکونو تر منځ، په ځانګړې توګه په مرکز او لویدیځو سیمو کې چې ټانکونه په تېرو دوو ورځو کې پرمختګ کړی، سختې جګړې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر او مصر په مشرۍ او د متحده ایالاتو په ملاتړ د اوربند هڅې تر اوسه د جنګیالیو ترمنځ د اختلافاتو له امله، چې دوى پر یو بل د کړکېچ پړه اچوي، ناکامې شوې دي.

د یادولو وړ ده چې د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر هم اعلان وکړ چې بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د یرغمل شوي معاملې په اړه د خبرو اترو لپاره د یوه پلاوي د استولو امر وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا