اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

پر دولتي کارکوونکو باندې د جماعت لمونځ جبري کیدل

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د مشر هبت الله اخندزاده د یو نوي فرمان په صادرولو د طا-لبانو تر واک لاندې د دولتي ادارو د مامورینو او چارواکو لپاره په جماعت د پنځه وخته لمونځونو ترسره کول «لازمي»کړل.

په فرمان کې راغلي: «هر هغه څوک چې له شرعي عذر پرته د جماعت لمونځ پرېږدي، بايد سزا ورکړل شي.»

د طا-لبانو مشر زیاته کړه چې د ده حکم اجرایوي دی او د ده تر ادارې لاندې د دعوت او ارشاد وزارت څخه یې غوښتي چې د حنفي فقهې پر بنسټ سرغړونکو ته سزا ورکړي.

هغه ويلي، د طا-لبانو تر واک لاندې د دولتي ادارو ټول کارکوونکي او مامورين بايد پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت په جماعت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکو په هېواد کې پر ستونزمن اقتصادي وضعیت او بشري بحران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طا-لبانو مشر باید د هېواد مهمو او برخليک ټاکوونکو مسایلو ته لومړیتوب ورکړي.

د هېواد اوسېدونکي وايي، چې د فقر او بېکارۍ، د طا-لبانو له خوا د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز، پر افغانستان د نړۍ له اقتصادي او سیاسي بندیزونو سره سره، د طا-لبانو مشر تل د حاشیوي موضوعاتو په اړه فرمانونه صادر کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا