اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پر افغان ښځو او نجونو باندې د جنسي تېري پېښې ۳۵سلنه زیاتې شوې

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ښځو او عدالت ټولنې په یوې تازه څېړنه کې راغلي، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طا-لبانو د غړو د جنسي تېري پېښې ۳۵سلنه زیاتې شوې دي.

د دغې موسسې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څېړنه یې په ۳۵ ولایتونو (تخار، سرپل، جوزجان، بغلان، کندز، بلخ، دایکندي، بدخشان، بامیان، پروان، غور، فراه، سمنګان، فاریاب، ننګرهار، کندهار، میدان وردګ، کابل، ارزګان، کاپیسا، نیمروز، هرات، پکتیا، هلمند او غزني) کې ترسره کړې ده.

د دغې څېړنې له مخې، د ۲۰۲۳ کال سپټمبر راهیسې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې پورې د طا-لبانو د غړو له‌خوا د جنسي تېریو ۱۳۲ پېښې ثبتې شوې دي.

په داسې حال کې چې دغه پېښې په تېر کال کې ۹۷ ته رسېدې.

د دغې موسسې په وینا، دا ټولې پېښې نه دي ښایي پېښې تر دې نورې هم زیاتې وي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دغې څېړنه کې له ۱۴۰۰ کسانو سره چې هغې کې قربیانیان، د قربانیانو کورنۍ، قومي مخور، فعالان، خبریالان شامل دي مرکې شوې دي.

د څېړنې موندنې ښیي، چې ډېرې دغه پېښې په لرو پرتو سیمو کې چې د طا-لبانو کنټرول پرې زیات دی ترسره شوې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې کلتوري غیرت، سیسټماټیکه ځپنه، له سزاوو خوندیتوب هغه لاملونه دي چې په دغې څېړنه کې د جنسي تېري د زیاتوالي لپاره په ګوته شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا