پر افغان نجونو د طبي زده کړو بندیز په اړه د G7 مثبت هېوادونو اندېښنه
دید خبرې آژانس: افغانستان لپاره د کاناډا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، د کوریا جمهوریت، سویټزرلنډ، ترکیې او بریټانیا ځانګړو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې پر نجونو د طبي زده کړو پر بندیز اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې، دغه پرېکړه به د ټولو افغانانو لپاره بدې پایلې ولري.
که څه اسلامي امارت په رسمي ډول د دغه بندیز په اړه څه نه دي ویلي خو خصوصي طبي انسټیټیونو کې له نجونو غوښتل شوي چې تر بل امره به درسونو ته نه راځي.
دغو استازو په افغانستان او سیمه کې پر وروستیو بریدونو هم اندېښنه ښودلې او پر اسلامي امارت یې غږ کړی چې، د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
دوی دغه راز افغانستان کې د تل پاتې ثبات لپاره پر ټولګډوني ملي ډیالوګ ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر زېږیز کال د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک د عملي کېدو غوښته یې کړې ده.
اعلامیه کې راغلي: « استازو د زیان منونکو په پام کې نیولو سره په روان بشري ناورین کې له افغانانو سره مرستې اړینې بللې دي.»
دغو استازو ویلي، نا غیر دولتي نړۍوالې موسسې افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې مهم رول لوبوي.
اعلامیه کاږي: « موږ غواړو سیمې ته د ناقانونه کډوالۍ او ترهګرۍ له امله له افغانستانه د پېښېدونکو ګواښونو مخنیوي او د افغانستان د وضعیت ښه کېدو لپاره د افغانستان له ګاونډیو او ځینو سیمه ییزو هېوادونو سره همکارۍ پراخې کړو.»
دې ځانګړو استازو افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په تړاو اسلامي امارت سره د اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان د تعامل هڅې ستایلې دي.
د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۶مه د جینوا په کوربتوب په دغه غونډه کې د یوناما مرستیالې، په افغانستان کې د ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې او د نړۍوال بانک او اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.