اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پاکستان ۱.۵ میلیونه افغان کډوال وباسي

دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي اکرم منير وايي چې پاکستان ۱.۵ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال وباسی.

منیر ویلی دی چې هيله لري چې نور يو نيم ميليون ثبت شوي افغان کډوال هم  پرته خپل (افغانستان) هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي منير چې د ملګرو ملتونو په اقتصادي او ټولنيزه شورا ( اې سي او اېس او سي) ته يې وينا کوله زياته کړې چې يو ميليون افغان کډوال په ټوله کې ثبت نه دي او زرګونه نور کډوال په پاکستان کې د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دايمي استازي د څرګندونو پر بنسټ، اوسمهال په دغه هېواد کې يو نيم ميليون ثبت شوي افغان کډوال مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسيون  او د بشري حقونو او کډوالو دفاع نړیوالو سازمانونو مخکې د مهاجرینو د “جبري شړلو پلان” باندې نیوکه کړې.

دغو سازمانونو ویلي دي چې پاکستان په دې چلند سره د کډوالو له حقونو «سرغړونې»کوي او باید دا بهیر سمدستي ودروي.

خو د پاکستان پارلمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښاغلي منیر له قوله لیکلي چې دغه هېواد په تېرو څلورو لسیزو کې له ۵ میلیونو د زیاتو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی.

اکرم منير په دې ناسته کې زياته کړه چې اوس د پرمختللو هېوادونو د کوربه توب له امله د افغان کډوالو دروند بار کم شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان د تېر کال (۲۰۲۳) په نومبر میاشت کې یو داسې پلان تصویب کړ، چې له مخې به یې له بې اسناده  افغان کډوال له دغه هېواده ایستل کېږي.

که څه هم دغه پلان د بشري حقونو د بنسټونو له خوا د هغو خطرونو له امله چې ښايي د دغو افغان کډوال له ډلې ورسره مخامخ شي، مخالفت وکړ؛ خو پاکستان د هغې پر عملي کېدو ټينګار کوي.

همدا اوس دغه هیواد د افغان مهاجرینو د «جبري ويستنې» دوهم پړاو پلي کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا