اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

پاکستان کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر شخصي بللی دی

دید خبري آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې کابل ته د مولانا فضل رحمان سفر شخصي دی او دغه هیواد د پاکستاني طا-لبانو د خبرو لپاره منځګړیتوب ته اړتیا نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ ویلي چې د طا-لبانو له خوا د دغه هېواد د مشهور روحاني مولانا فضل رحمان ته د کابل د سفر بلنه نه ده معلومه.

اغلې بلوچ وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې مسلې خبر نه دی او نه غواړي چې د «شخصي سفر» په اړه تبصره وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ذبيح الله مجاهد د قوس په ٢٦مه ويلي وو، چې مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د «اسلامي امارت» پر ضد د منفي تبليغاتو د مخنيوي په موخه کابل ته دعوت شوی دی.

مجاهد زیاته کړه چې دوی اراده لري چې د پاکستان خلکو ته یو څه حقایق ورسوي او دغه پاکستاني عالم په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.

ویل کیږي چې مولانا فضل الرحمان د طا-لبانو بلنه منلې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستاني طا-لبانو د بریدونو د زیاتیدو او په افغانستان کې دغې ډلې ته د پناه ورکولو په خاطر د اسلام اباد د چارواکو له نیوکو سره سره د افغان طا-لبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا