دید خبرې آژانس: پاکستان په تېره یوه اوونۍ کې شااوخوا ۴ زره کورنۍ د تورخم له لارې په جبري توګه ایستلي دي.

سیمهییزو مسوولان وايي، چې پاکستان په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر ویلی:«له تېرې یوې اوونۍ راهیسې څلور زره کورنۍ چې د افرادو شمېر یې شااوخوا ۳۰ زره کېږي د تورخم له لارې را اړول شوي، روزانه فرق کوي؛ ځکه چې هلته کله سکېنر خراب وي، یا لار بنده شي یا کومه بله ستونزه را منځته شي.»
تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لنډمهالي پنډغالي مسوول محمد هاشم میوندوال هم څرګندوي:«امارت له لوري ډوډۍ هم ورکول کېږي، مالي کمېټه ورته پیسې ورکوي، ټرانسپورټ کمېټه یې تر خپل ټاکي ځایه رسوي او د انتقال لپاره پیسې هم ورکوي، د اوسېدو کمېټې ورته د اوسېدو ټول ترتیبات په منظم ډول برابر کړي دي.»
په همدې حال کې، له پاکستانه تازه را ایستل شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند او ځورونو شکایت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي تېره ورځ په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو له لنډمهالي پنډغالي د لیدنې پرمهال تازه را ایستل شویو کډوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.