اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستسیمه

پاکستان په کابل کې تروریستي برید غندلی دی

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل په دشت برچي سیمه کې تروریستي برید غندلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (د جدی ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د جنورۍ په شپږمه نېټه تروریستي برید په کلکه غندي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: پاکستان هغه تروریستي برید په کلکه غندي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په شپږمه د کابل په دشت برچي سیمه کې وشو او په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه وزارت زیاته کړې، پاکستان یو ځل بیا ترهګري په هر ډول او ښکاره ډول غندي او د غم په دې وخت کې د افغانستان له خلکو سره پیوستون څرګندوي.

باید وویل شي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

داعش ترهګرې ډلې مسئولیت یې پړه پر غاړه واخیسته.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا