اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پاکستان: موږ طا-لبانو ته معلومات ورکوو، هیله لرو چې عمل پرې وکړي

ډيډ خبري اژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هیله لري چې طا-لبان به د وروستي ترهګریز برید په اړه چې نهه پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول، پر خپلو ژمنو وفا وکړي.

پاکستان یو ځل بیا د اسلامي امارت له موقت حکومت غوښتي چې د تحریک طا-لبان پاکستان د هغو کسانو او سازمانونو پر ضد اقدام وکړي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي او له پولې هاخوا په ترهګرۍ کې ښکېل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ له رسنیو سره په خپل اونیزه کنفرانس کې د پوښتنو په ځواب کې وویل، د افغان چارواکو لپاره مهمه ده چې د هغو اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې اقدام وکړي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي.

هغه وويل: دا د دوى مسووليت، نړيوال مسووليت، دوه اړخيز مسووليت او درې اړخيز مسووليت دى، لکه څنګه چې د پاکستان، افغانستان او چين په درې اړخيزه غونډه کې يې ژمنې کړي دي. نو موږ نه غواړو چې په دې اړه تبصره وکړو، مګر دا د دوی مسؤلیت دی او موږ هیله لرو چې دوی خپلې ژمنې پوره کړي.

په بنو کې د وروستي ترهګریز برید په اړه چې د راپورونو له مخې د تحریک طا-لبان پاکستان یوې بلې ډلې حافظ ګلبهادر ډلې ترسره کړی او د دې برید مسوولیت یې منلی دی، هغه وویل چې د قانون پلي کونکي چارواکي د دې پېښې جزییات شواهد راټولوي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان اراده لري چې خپلې اندېښنې له افغانستان سره شریکې کړي، زیاته کړه: کله چې د بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل شي چې دغه معلومات او زموږ اندېښنې له افغان چارواکو سره شریکې کړي، نو موږ به یې وکړو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا