اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پاکستان طا-لبانو ته: د تی تی پی پر ضد اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ یو ځل بیا پر طا-لبانو غږ وکړ چې د پاکستاني طا-لبانو او د هغو غړو پر ضد دې پرېکنده اقدام وکړي چې د اسلام آباد په وينا، پر پاکستاني ځواکونو په وژونکو بریدونو کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یوې خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان په بنو کې د تېرې اوونۍ په برید کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستان همدارنګه په اسلام اباد کې په دې اړه د طا-لبانو استازی هم احضار کړی دی.

پاکستان په بنو کانتون کې د جولای د پنځلسمې تروریستي برید او د حافظ ګل بهادر ډلې او پاکستاني طا-لبانو لخوا په پاکستان کې د وژونکو بریدونو لپاره د افغان خاورې د پرله پسې کارونې په اړه د طا-لبانو چارواکو ته سخته اندیښنه څرګنده کړې ده.

بلوچ په کابل کې د طا-لبانو حکومت ته په اشارې سره وویل، «موږ د افغانستان په موقت حکومت په کلکه غږ کوو چې د جولای د پنځلسمې د برید د عاملینو په وړاندې سمدستي، قوي او اغېزمن اقدام وکړي او په راتلونکي کې د داسې بریدونو مخه ونیسي.»

هغې زیاته کړې، چې دا ډول بریدونه دوه اړخېزه اړیکو او سیمه ییز ثبات ته زیان رسوي.

بلوچ وویل، «د بنو کانټون برید د افغانستان بېړنۍ اړتیا په لازموي، چې د افغانستان په پولو کې دننه د ترهګرو د پټنځایونو په وړاندې کوټلي او اغیزمن اقدام وکړي.»

طا-لبانو په افغانستان کې د پاکستاني طا-لبانو شتون رد کړی دی. د دې اونۍ په پیل کې، د طا-لبانو د رٸس الوزرا مرستیال، عبدالکبیر ويلي چې په افغانستان کې «هيڅ ډله» د دې توان نه لري چې آن کوچنۍ سیمه کنټرول کړي.

خو بلوڅ ويلي، چې د پاکستان له پرله پسې غوښتنو سره سره، په افغانستان کې د پاکستاني طا-لبانو او نورو ترهګرو ډلو شتون د سيمې سولې او امنيت ته جدي ګواښ دى.

هغې زیاته کړه، «موږ پر افغانستان غږ کوو چې د دغو ډلو پر وړاندې اغېزمن اقدام وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې تېره اوونۍ په یوه نوي راپور کې ویلي چې پاکستاني طا-لبان په افغانستان کې تر ټولو لویه ډله ده چې شاوخوا ۶زره۵۰۰ جنګیالي لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا