اسلایدشوافغانستانخبرکډوالي

پاکستان: د کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل نه‌ غځول کېږي

دید خبرې آژانس: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهبر له زور اخیستو سره هم‌مهاله، د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر ویلي، چې نور د ناقانونه کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د ایستلو لپاره، بل هېڅ ضرب‌الاجل نه غځول کېږي.

طلال چودري په دغې غونډه کې ویلي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تراوسه، څه باندې ۸۴ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

هغه ویلي:«له دې وروسته کډوالو ته هېڅ ډول وخت نه ورکول کېږي، او ټاکل شوی وخت هم نه‌غځول کېي، له دې وروسته هېڅ نا قانونه کډوال ته، چې که افغان وي او یا هم د بل هېواد، کور په کرایه نه ورکول کېږي، یا هم چاته کور په کرایه ورکړي، یا په هوټل کې مېشتېدو، دغه‌راز بیا د منقولې او نا منقولې پانګونې اجازه هم نه‌ورکول کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې په کتنو کې، د افغان کډوالو د ستونزو پر حل، له هغې ډلې د دوی د شخصي مالونو، پانګونو، حقوقي مسایلو او ملکیتونو پر خوندیتوب خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي:«زموږ هغه هېوادوال، چې له پاکستانه افغانستان ته راستانه کېږي، باید دا بهیر په منظم ډول ترسره شي. د هغوی جبري ایستل، په داسې حال کې، چې مالونه، شتمنۍ، هټۍ او کارخونې یې په پاکستان کې پاتې کېږي، زموږ د ملت او کډوالو لپاره دردونکی او خواشینوونکی دی.»

بلخوا بیا، د ماشومانو د ژغورنې صندوق راپور ورکړی چې، د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ورځو کې نږدې ۵۰ زره افغان ماشومان له پاکستانه را ایستل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button