اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

پاکستان د هند سفیر احضار کړ

دید خبري آژانس: پاکستان د سرحدي کنټرول کرښې په سیتوال سیمه کې له جګړې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د هند شارژدافیر پرون د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو چې د کنټرول کرښې په سیتوال سیکتور کې د اوربند په سرغړونو د پاکستان سخت احتجاج ثبت کړي.

تيره ورځ هم ددواړو هيوادونو په سرحدي سيمه کې دهند دامنيتي ځواکونو لخوا په ډزو کې دوه کسان وژل شوي اؤ يو بل ژوبل شوى ؤ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیه کې راغلي چې د هندي ځواکونو لخوا د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول د غندلو په ترڅ کې ټینګار شوی چې دا ډول احمقانه عملونه د ۲۰۰۳ کال د اوربند د تفاهم او د بشري حقونو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده چې د ۲۰۲۱ فبرورۍ په میاشت کې تایید شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له هنده غوښتي چې د اوربند تړون ته درناوی وکړي، پېښه وڅېړي او د کنټرول کرښې په اوږدو کې سوله وساتي.

په همدې حال کې هند ویلي چې څو تنو د دواړو هېوادونو د پولو په سرغړونې سره په ناقانونه توګه د هند خاورې ته د ننوتو هڅه وکړه، خو د هند د سرحدي ساتونکو له خوا یې مخه ونیول شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا