پاکستان ته د کابلوف سفر
دید خبرې آژانس: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد ته د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له سفره خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویانده وايي، ضمیر کابلوف نن اسلام آباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، زهرا ممتاز بلوچ وايي: (دواړه لوري به د افغانستان حالات و ارزوي او د سیمه ییزې سولې او ثبات په ټینګښت کې به د ګاونډیو هېوادونو پر رول خبرې وکړي.)
روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او تر دې مخکې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې له سرپرست حکومت سره پر عملي خبرو ټینګار کړی وو.
سرګي لاروف دغه راز ویلي وو چې د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت له مسوولینو سره خبرې اړینې دي.
پاکستان ته د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي سفر په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې د پاکستان د هغو ادعاو له امله سړې شوې چې ګویا افغان خاوره د یاد هېواد پر ضد کارول کېږي.
بل لور ته له پاکستانه د افغان کډوالو را ایستلو د کابل او اسلام آباد پر اړیکو سیوری غوړولی دی.